د جان هاپکنس پوهنتون د شمېرو له مخې نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۷ زره، ۳۹ زره او ۱۶۰ ته رسېدلي دي.
د یاد پوهنتون د مالوماتو له مخې تر اوسه د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ټوله نړۍ کې ۶۷۷زره او ۲۱۸ کسان مړه شوي هم دي.
د شمېرو له مخې امریکا متحده ایالاتو د مثبتو پېښو ثبت له پلوه نړۍ کې لومړۍ ځای لري چې په کې ۴ میلیونه، ۴۲۶ زره او ۹۸۲ کسان پر یاد ویروس اخته شوي دي او له دې ډلې له ۱۵۰ زرو ډېر کسان په کې مړه شوي دي.
ورپسې بیا برازیل دی چې د ۲میلیونو ۵۵۲ زره او ۲۶۵ مثبتې پېښې لري او به کې د قربانیانو شمېر هم ۹۰ زره او ۱۳۴ ته رسیدلی دی.
د یاد پوهنتون د مالوماتو له مخې هند بیا دریخ ځای لري چې په کې له یو میلیونو ډېر کسان په کرونا اخته شوي دي، دغه هېواد کې لا هم بندیزونه کلک دي.
د وروستیو شمېرو له مخې په لاتینې امریکا کې هم وروستیو کې ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. خو څلورم ځای بیا له ۸۳۲ زرو ډېرو پېښو سره روسیه لري.
د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه د چین په ووهان ښار کې د روان زیږدیز کال جنوري کې ثبت شوه او له هغه وخته تر اوسه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پوهان د یاد ویروس ضد واکسین پر جوړولو څېړنې کوي، خو تر اوسه یې پرېکنده واکسین باراز ته نه دی راغلی.