Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍ کې د کوویډ۱۹ ناروغانو شمېر له ۱۵ میلیونو واوښت

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې چې تېره ور(چهارشنبې د زمري په لومړۍ نېټه) یې خپوړ کړی، ښیې چې نړۍ کې د کروناویروس مثبتې پېښې له ۱۵ میلیونو اوښتې دي.

امریکا، برازیل، هند، روسیه او سویلي افریقا نړۍ کې هغه هېوادونه دي چې ډېر شمېر د کوویډ۱۹ ناروغان لري.

امریکا متحده ایالات د ۹۷۰ زره مثبتو پېښو سره نړۍ کې لومړی ځای لري، او په کې د یادې ناروغۍ له کبله ۱۴۳ زره کسان مړه شوي دي.

د دغه هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ دغه هېواد کې د کرونا ویروس پېښو زیاتوالي په تړاو ویلي دي:‎"له بده مرغه چې مخکې له ښه کېدو حالت خرابیږي.‎"

د  رویترز خبري اژانس د خبر له مخې وروستیو اوونیو کې په لاتینې امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

یاد ویروس د روان زیږدیز کال د جنوري په میاشت کې د چین په ووهان کې ولیدل شو او یوازې په ۱۵ اوونیو کې یې اخته کسان له دوو میلیونو زیات شول.

یوازې ټېرو اتو ورځو کې نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۱۳ میلیونو ۱۵ ته ورسېدې.

د وروستیو شمېرو له مخې نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې له ۱۵ میلیونو او ۲۳۹ زرو اوښتې دي. تر اوسه د یادې ناروغۍ له کبله ۶۲۳ زره کسان مړه شوي هم دي.

امریکا، برازیل، هند، روسیه او سویلي افریقا نړۍ کې هغه هېوادونه دي چې ډېر شمېر د کوویډ۱۹ ناروغان لري

شریک یي کړئ