په نړۍ کې د کورونا ویروس مثبتو پېښو شمېر څه باندې پنځه مېلیونه او ۸۰۰ زره ته ورسېد.
کابو درې مېلیونه تنه روغ شوي دي خو څه باندې ۳۶۰ زره تنه نور مړه شوي دي.
په نړۍ کې هغه هېوادونه چې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو د کموالي شاهد وو، د ښارونو بیا پرانیستو ته یې مخه کړې ده؛ خو د نړۍ په ځينو برخو کې، ګرځ بندیز لاهم دوام لري.
په داسې حال کې چې کورونا ویروس د نړۍ په ځینو برخو کې لکه لاینې امریکا کې د پراختیا په حال کې دی، ځينې هېوادونه د کرنټين د محدودیتونو کموالي ته دوام ورکړی دی.
د اندونیزیا خلکو د دغه هېواد په ځينو برخو کې اجازه ترلاسه کړې ده چې جوماتونه بېرته پرانیزي.
ورته مهال په ترکیه کې هم د کووېډ نولس ناروغانو د درمنلې لپاره یو نوی روغتون پرانیستل شوی دی.
دغه روغتون د یوه پخواني هوايي ډګر د الوت پر کرښو جوړ شوی دی.