د نیوزیلند کرایست چرچ ښار کې په دوو جوماتونو کې چې د کابو ۵۱ کسانو د وژنې عامل په عمري بند محکوم شو.
هغه تېر زیږدیز کال په جومات کې پر لمونځ کوونکو د برید پرمهال فسبوک کې دغه بهیر په ژوندۍ بڼه ښکاره کاوو.
دغه کس برنتون ترنت نومیږي او ۲۹ کاله عمر لري چې د عفو امکان پرته په بند محکوم شوی دی.
ترنت په محاکمه کې د ۵۱ کسانو وژل، د ۴۰ نورو د وژنې هڅې پړه ومنله.
دغه پېښه هغه مهال نړۍ کې شوک رامنځته کړ او وروسته له هغې د نیوزیلند حکومت د وسلو اخیستو په تړاو قوانین سخت کړل.