Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې د تابعیت قانون په تړاو د اعتراضونو دوام

د هند په اسام ایالت کې تابعیت قانون پر وړاندې د اعتراضونو په دوام اوس یو شمېر محصلینو په نه خوړلو لاس پورې کړی دی.

د هند د کانګرس کوند چې د حاکم ګوند مخالف هم دی د پارلمان لخوا د دغه قانون پر تصویب نوکې لري.

د ګوند مشره، سونیا ګاندي وویل:«مودي او امیت کومه توجه نلري چې د تابعیت قانون اصلاح شوې برخه به د هند روح ټوټې ټوټې کړي؛ لکه هغه څه چې په اسام او یو شمېء شمال ختیځو ایالتونو کې رامنځته کېږي.»

د راپورونو له مخې د هند پولیسو د اعتراض کوونکو د خواره کولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز کارولی دی.

د هند د تابعیت نوي قانون له مخې هغو هندوانو، بودایانو، مسیحیانو او سیکانو ته چې له ۲۰۱۵ زیږدیز کال راهیسې له افغانستان، پاکستان او بنګله دیش نه هند ته ولاړ دي، تابعیت ورکوي.

بالیووډ سینما لوبغاړې، سیما بېسواس ویلي:«موږ دلته د یوه ګوند او یا هم یوه سیاسي لیدلوري لپاره نه یوو راټول شوي،موږد اسام خلکو په توګه راټول شوي یوو. فکر کوم چې د هند د تابعیت اصلاحیه قانون باید تصویب شوی نه وی؛ ځکه چې اوس دلته ډېر بهرنیان شته، او نور بهرنیان نه غواړو. که طرحه وي باید چې هغه په ټولو ایالتونو کې وویشي، ولې یوازې یې شمال ختیځ ته لیږي؟»

اعتراض کوونکې، ریم جهیم زیاتوي:«موږ نن د نه خوړو اعتصاب کړی، څو د تابعیت قانون اصلاحیې په تړاو خپل اعتراض بیان کړو. موږ له ډېر وخته خپل غږ پورته کړی دی؛ خو نن مو په سوله ییزه توګه د نه خوړو اعتصاب کړی دی. تا د اسام اصلي خلکو پر وړاندې ګواښ دی. تر څو نورو ورځو پورې به هم خپل اعتراض ته دوام ورکړو.»

په همدې حال کې د هند د کانګرس ګوند مشرانو هم په خپلو ویناوو کې د دغه هېواد د لومړي وزیر، نرندرا مودي له اقتصادي سیاستونو نیوکه کړې ده. دغه ګوند د روان کال په پارلماني ټاکنو کې د بهارتیا جنتا له ګونده ماته وخوړه.

اعتراض کوونکي د هغه قانون له ملغا کيدو غوښتنه کوي چې له مخې یې هند ته د یو شمېر هېوادونو د غیرمسلمانو اقلیتونو ته تابعیت ورکول کېږي

شریک یي کړئ