Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هند کې د لاریونونو دوام؛ پولیسو په سلګونه لاریون کوونکي ونیول

هند کې د وګړۍ یا تابعیت د اصلاح لایحې د تصویب پر وړاندې د لاریون په دوام، د دغه هېواد پولیسو په سلګونه معترضان ونیول.

دغه لاریونونه، له څو اوونیو راهیسې دوام لري او معترضان د هند له حکومته غواړي چې دا قانون لغوه کړي.

د هند پارلمان، په دې وروستیو کې د «وګړۍ اصلاح» تر نامه لاندې لایحه تصویب کړه چې د هغه پر بنسټ، د هند حکومت په دغه هېواد کې د غیر مسلمانو لږکیو ته د وګړۍ یا تابعیت سند ورکوي، خو مسلمانان په دغه قانون کې شامل نه دي.

خو مسلمانان چې په دغه لایحه کې شامل نه دي وايي چې د هند حکومت دغه کار په دغه هېواد کې د ادیانو ترمنځ د تفرقې رامنځته کول دي.

د لاریونونو د زور اخیستو په لړ کې، د هند حکومت د دغه هېواد په ځينو برخو کې د لاریون کول منع اعلان کړي دي.

په دغو لاریونونو کې تراوسه، درې تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي. 

شریک یي کړئ