Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې زرګونه پولیس په کووید۱۹ ناروغۍ اخته شوي

هند کې د کرونا ویروس اوسمهال د دغه هېواد پولیسو ترمنځ خپور شوی دی، او د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه هېواد کې زرګونه پولیس پر یاد ویروس اخته شوي دي.

هند کې د نړۍ په کچه تر ټولو سخت ګرځبندیز پلی شوی دی او دغه ګرځپندیز نېږدې درې میلیونه پولیس اداره کوي.

د هند د پولیسو  چارواکي وايي چې تر اوسه دغه هېواد کې ۱۵ زره پولیس پر کرونا ویروس اخته دي او وروستۍ اوونۍ کې د پولیس د اخته کېدو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.

د پولیسو یو افسر چې د نوم نه خپرېدو غوښتنه یې کړې، ویلي یې دي:«تر اوسه څلور پولیس د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي او۴۵۰ تنه  په دې وروستیو کې پرې اخته شوي دي.»

هند کې د مې میاشتې په ۲۵مې نېټې ګرځبندیز پیل شوی، خو بیا هم دغه هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۵۰ زرو زیات شوی دی.

په همدې حال کې یاد هېواد کې د کرونا یروس له کبله ۱۵۹۴ تنه مړه شوي هم دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ګجرات ښار کې چې د هند لومړی وزیر، نرندرا مودي هم په کې اوسیږي، ۱۵۵ تنه پولیس په کرونا اخته شوي دي.

تر اوسه هند کې له ۵۰ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته دي

شریک یي کړئ