په دې وروستیو کې د هند په شمالي سیمو کې د سېلاوونو د راوتو له کبله ۵۰کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه سیلاوونه د هند په "اتراپرادیش" او "بیهار" ایالتونو کې راوتلي او پراخ مالي زیان یې اړولی دی.
د سېلاووځپلو سیمو اوسېدونکي وايي چې د اوبو کچه ورځ تربلې زیاتېدونکې ده او خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د سیمې اوسېدونکی، راکش وايي:«زموږ اصلي ستونزه دا ده چې د اوبو کچه ورځ تربلې زیاتېږي. لکه څنګه چې لیدل کېږي، اوبه د خلکو کورونو ته تللې دي.»
په همدې حال کې سیمه ییز چارواکي وايي چې د اوبو د کچې کمولو په موخه یې اړین ګامونه پورته کړي دي.
د اتراپردیش ایالت یو سیمه ییز چارواکی، ویجاندرا پاندایان وايي:«موږ دلته دایمي او مؤقتي واټرپمپونه لګولي دي. د اوبو ستونزه په دریو څلورو سیمو کې ده.»
زیانمن کسان وايي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې هند کې د موسومي بارانونو له کبله د سېلاوونو راوتو د سلګونو کسانو ژوند اخیستی دی.