Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې له ایټالیا د کرونا ویروس ډېرې پېښې ثبت شوې

هند د شنبې په ورځ(دغبرګولي په ۱۷مه نېټه) په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۹۸۸۷ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړی دی.

له تازه ثبت شویو پېښو سره اوسمهال هند نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو درلودو له پله پنځم ځای لري.

تر اوسه دغه هېواد کې د کووید نوولس ناروغۍ له کبله ۶۶۴۲ تنه مړه شوي دي.

امریکا، برازیل، روسیه، بریتانیا، اسپانیا او ایتالیا نړۍ کې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې لري.

دا په داسې حال کې ده چې د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي ورو ورو پر تګ راتګ بندیز کم کړی او میلیونونه کسان خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

ټاکل شوې ده هند کې پر تګ راتګ بندیزونه نور هم کم شي، هغه پرېکړه چې د پوهانو اندېښنې یې راپارولې دي.

تر اوسه د کرونا ویروس نړۍ کې له ۴۰۰ زرو د ډېرو کسانو ژوند اخیستی او نېږدې اووه مېلیونه پرې اخته دي.

تر اوسه دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله له ۶ زرو ډېر کسان مړه شوي دي

شریک یي کړئ