د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی برایان هوک وايي چې شونې ده په ایران کې د وروستیو لاریونونو په لړ کې څه باندې زر تنه وژل شوي وي.
ښاغلی هوک زیاتوي، هغه رپوټونه چې دوی ترلاسه کړي، د دې ښودنه کوي چې شونې ده، په دغو لاریونونو کې د ایران حکومت له خوا زر تنه وژل شوي وي.
بلخوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د هغه په وینا ایران کې د وحشتناکې اوضاع په اړه د رسنیو د پام غوښتونکی شو.
د ایران څو ښارونه، موده وړادې د لاریونونو شاهد و، لاریون کوونکو په دغه هېواد کې د تېلو د بیې لوړوالي په اعتراض کې په لاریونونو لاس پورې کړی وو.
د بښنې نړیوال سازمان له دې مخکې اعلان کړی و، چې په دغو لاریونونو کې څه باندې دوه سوه تنه د ایران امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.
برایان هوک همدارنګه وايي په ایران کې اعتراض کوونکو داسې انځورونه لیدلي چې د ایران امنیتي ځواکونو پر ډزو سره کابو سل تنه وژلي دي.
د ایران حکومت د دغه هېواد په وروستیو لاریونونو کې، سعودي عربستان، امریکا او اسراییل دخیل ګڼي.