Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ: امریکا به منځني ختیځ ته په سلګونه سرتېري واستوي

د ایران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا په لړ کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې منځني ختیځ ته به په سلګونه نور ځواکونه واستوي.

د ټرمپ په وینا، دغه سرتېري په منځني ختیځ کې د امریکا د ګټو د خوندیتوب په پار استوي.

د امریکا ولسمشر جاپان ته تر سفر مخکې وايي، چې دا ځواکونه په منځني ختیځ کې د ایران د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره استول کېږي، او همدارنګه د امریکا د ګټو خوندیتوب لپاره به ترې کار واخستل شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي:«موږ غواړو چې له ځانه ستاتنه وکړو، موږ د خپلو سرتېرو یو کوچنی شمېر منځني ختیځ ته استوو. هغوی ساتندویه ځواکونه دي او موږ به ووینو چې څه پېښېږي.»

ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ واشنګټن نه غواړي چې تهران اټومي وسلې ته لاسرسۍ پیدا کړي.

هغه زیاته کړه:«فکر نه کوم چې ایران دې جګړه وغواړي، او زه فکر نه کوم چې هغوی دې له موږ سره جګړه وکړي. خو هغوی باید اټومي وسلې ونه‎لري. هغوی د اوباما ره د یوه اړخیز هوکړه‎لیک سره، تر پنځه او یا هم شپږو کلونو باید اټومي وسلو ته لاسرسۍ پیدا کړي، خو هغوی باید اټومي وسلو ته لاسرسۍ ونه لري.، او هغوی پر دې پوهېږي.»

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ایراني چارواکي تل ویلي چې د واشنګټن د فشارونو په وړاندې به تسلیم نه شي.

له دې مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي و که‎چېرې هېواد یې بمبارد هم شي، نه پرېږدي څو امریکا په ایران کې خپلو مومو ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ واشنګټن نه غواړي چې تهران اټومي وسلې ته لاسرسۍ پیدا کړي.

شریک یي کړئ