Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ: امریکا په ایران کې د نظام بدلون په لټه کې نه ده

د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ چې جاپان ته په سفر دتللی د دغه هېواد له لومړي وزیر سره په خبري ناسته کې وايي واشنګټن په ایران کې د نظام د بدلون غوښتونکې نه ده بلکې غواړي چې ایران اټومي وسله ونه‎لري.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندوي:«ایران په همدې مشرتابه سره په یوه عالي هېواد د بدلیدو فرصت لري، موږ په ایران کې د نظام د بدلون په لټه کې نه یوو، غواړم دا جوته کړم چې زموږ غوښتنه د اټومي وسلو نشتوالی دی.»

ټرمپ همدارنګه په دې باور دی چې ایران له امریکا سره د خبرو غوښتونکی دی او غواړي له واشنګټن سره موافقې ته ورسېږي.

هغه په دې برخه کې پر ایران د امریکا بندیزونه اغېزمن بولي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګنده کړه:«کله چې زه واک ته ورسېدم، ایران یو وحشت و، دوی د منځني ختیځ په ډېرو برخو کې جنګېږي، په سوریه، یمن یا نورو برخو کې د هر لوی برید ترشا د ایران لاس و، دوی له خلکو د تېلو په اخیستو او نورو کارونو کې ښکېل وو، اوس دوی شاتګ کوي، ځکه لویې اقتصادي ستونزې لري.»

له ایران سره د خبرو په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو د پیلېدو په هکله د یوه کویټي چارواکي له قوله د یوه خبر له خپرېدو وروسته کېږي خو ایران دا خبر ردوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي وویل:«د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ ډول مستقیمې او نامستقیمې خبرې اترې شتون نه‎لري.»

له دې مخکې د ایران مذهبي مشر له واشنګټن سره خبرې رد کړې او د دغه هېواد ولسمشر هم ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو لپاره وضعیت مناسب نه دی.

که څه هم د امریکا د ملي امنیت سلاکار د ایران حکومت پرځېدو ته اشاره کړې خو ټرمپ وايي حکومت یې په ایران کې د نظام د بدلون غوښتونکی نه دی.

شریک یي کړئ