Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ د امریکا او ایران ترمنځ د بندیانو د تبادلې ستاینه وکړه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د ایران او امریکې ترمنځ د دوه بندیانو تبادله ستایلې ده.

ټرمپ، د دغو دوو بندیانو پر سر د واشنګټن او تهران خبرې منصفانه ګڼي او په دې اړه د ایران له چلنده مننه کوي.

تېره ورځ مسعود سلیماني چې په ایران کې د پوهنتون استاد دی او په امریکا کې پر ایران د امریکا لګول شویو بندیزونو تر پښو لاندې کولو په جرم زنداني شوی و، له بنده ازاد او ایران ته وسپارل شو.

په همدې ترتیب سره، ژیو وانګ چې چینايي توکمه امریکایی دی او په ایران کې د جاسوسۍ په تور په لس کاله بند تورن شوی و، تېره ورځ له ازادېدو وروسته امریکا ته وسپارل شو.

خو ټرمپ وايي چې ژیو وانګ جاسوس نه دی:«نن سهار، ښاښي تاسو لیدلي وي او یا هم اورېدلي وي چې ما اعلان وکړ، چینایی توکمه امریکایی ژیو واګ، د پرینسټون پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړیال، د اوباما د ولسمشرۍ په پېر کې، درې کاله ایران کې بدني و، یو جاسوس نه دی او هغه کورته راځي.»

مسعود سلیماني چې له ۱۴ میاشتو وروسته خپل هېواد ته راستنېږي وايي چې امریکا له کوم جرم څخه پرته بندي کړی و.

د امریکا او ایران ترمنځ د دغو دوه بندیانو تبادله په داسې حال کې کېږي چې د دغو دوه هېوادونو ترمنځ شخړې خپلې لوړې کچې ته رسېدلي. خو ډونلډ ټرمپ وايي چې د دغو دوو زندانیانو تبادله کولای شي د دې څرګندويي وکړي چې دواړه هېوادونه سره جوړ جاړی وکړي.

د امریکا او ایران ترمنځ د دغو دوه بندیانو تبادله په داسې حال کې کېږي چې د دغو دوه هېوادونو ترمنځ شخړې خپلې لوړې کچې ته رسېدلي.

شریک یي کړئ