Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ: د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه مو د هرمز تړنګه کې نسکوره کړه

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو، د هرمز په تړانګه کې د ایران یوه بې پيلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

ټرمپ زیاتوي چې دغه بې پيلوټه الوتکه هغه مهال نسکوره شوه چې د امریکې د جنګي الوتکو یوې بېړې ته نږدې شوې وه.

ښاغلي ټرمپ خپلې دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ وکړېټ؛ خو د الوتکې د نسکورېدو د وخت په اړه څه نه دي ویلي شوي.

په ورته وخت کې، ایران د هرمز په تړانګه کې د امریکا له خوا د دغه هېواد د بې پیلوټه الوتکې نسکورېدل د امریکا لخوا دروغ وبلل.

د ایران د وسله‎وال ځواک ویاند پاسدار ابولفضل شکارچي د ټرمپ څرګندونې بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې د هرمز په تړانګه کې د ایران ټولې بې پیلوټه الوتکې روغې دي.

خو له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چې په واشنګټن کې دی، ویلي وو چې دا مسله به وڅېړي.

امریکا په داسې حال کې د ایران د بې پیلوټې الوتکې له نسکورېدو خبر ورکوي چې موده وړاندې ایران د امریکې یوه بې پيلوټه الوتکه د فارس خلیج کې نسکوره کړې وه.

شریک یي کړئ