پاکستان کې د ماشومانو ګوزڼ واکسین پروګرام چې د کرونا ویروس خپرېدا له کبله درېدلی وو دغه هېواد کې د مثبتو پېښو زیاتوالي له وېرې، بیا له سره پیل شو.
اوس مهال روغتیايي کارکوونکي او واکسیناتوران د روغتیايي تابیاوو په پام کې نیولو سره کور په کور ګرځي او ماشومانو ته واکسین لګوي.
ټاکل شوې دغه پروګرام کې لږ ترلږه ۸۰۰ زره ماشومان ټول پاکستان کې واکسین شي.
پاکستان کې د پولیسو اتحادیې د اړیکو مسوول، محمدغلام محیالدین په دې اړه وايي:«د کرونا ویروس له کبله دا بهیر درول شوی وو او اوس مو په سره بیل کړ. زموږ همکاران ماسک او ضد عفوني مایع کاروي او همکارانو ته مو روزنه ورکړې چې څه ډول د ځان او د نورو ساتنه وکړي.»
سره له دې بیا هم د واکسین بهیر کې د کرونا ویروس د خپرېدا وېره لا هم شته، ځکه واکسیناتورانو ته سپارښتنه شوې چې له ماشومانو سره مستقیم په تماس کې ونه وسي.
وکسیناتوره، راحله اسرائیل څرګندوي:«موږ چمتو یوو او روزنه مو لیدلي ده. هر کور ته چې ځو فکر کوو چې هلته ښایې یو د کوویډ۱۹ ناروغ وي نو ځکه تابیاوې مراعاتوو او ماشوم ته د واکسین ورکړې پرمهال لاسونه پاکوو.»
د راپورنو له مخې روان کال کې پاکستان د پولیو ۶۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي، په داسې حال کې چې ۲۰۱۷ کال کې ۸ پېښې، ۲۰۱۸ کې ۱۲ او ۲۰۱۹ کې هم ۱۴۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
پاکستان کې ځېنې کورنۍ او تندارې ډلې لا هم د واکسین خلاف دي.