د پاکستان پولیس وايي چې د دغه هېواد په پنجاب کې د پوځیانو یو موټر د وسله والو له کمین سره مخامخ شوی او په پایله کې یې ۵ت تنه وژل شوي دي.
د پنجاب د پولیسو ویاند، کلیم قریشي ویلي چې وژل شویو کې دوه پولیس او درې استخباراتي کارکوونکي شامل دي.
نوموړي ویلي دي چې دغه برید د بنجاب په راجانپور ولسوالۍ کې شوی دی.
د برید مسوولیت چا نه دی منلی.