Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې پراخ لاریون؛ عمران خان استعفا نه ورکوي

د پاکستان د جمعیت علماي اسلام مشر، مولانا فضل الرحمن دوشنبې(د لړم په ۱۳مه نېټه)  د دغه هېواد د یو شمېر سیاسي ګوندنو له مشرانو سره لیدلي او هوکړه یې کړې چې تېره اوونۍ پیل شويو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

مولانا فضل الرحمن تر دوشنبې ورځې پورې عمران خان ته وخت ورکړی وو چې له واکه لیري شي.

د نوموړي پلویان چې تر ډېره د کراچي بندري ښار د مذهبي مراکزو محصلین دي، په اسلام اباد کې خپل اعتراضونه په لاره اچولي دي.

مولانا فضل الرحمان لومړی وزیر، عمران خان په بې کفایتۍ تورني او ترې یې غوښتي اسلامي قوانین مراعات کړي، خو عمران خان یې په ځواب کې ویلي چې له خپل مقامه نه په شا کېږي او له اعتراض کوونکو یې هم غوښتنه کړې چې په ټاکل شویو ځایونو کې خپل اعتراض ته دوام ورکړي.

مولانا  همداراز خپلو زرګونو پلویانو ته ویلي دي چې له سیاسي ګوندونو سره یې یوازې د اعتراضونو پر دوام هوکړه کړې، او پر کومې بلې ځانګړې موضوع هوکړه نه ده شوې.

هغه ګواښ کړی چې اعتراضونه به د "سره زون " په نامه سیمې ته پراخ کړي، په کومه کې چې عمران او د بهرنیو هېوادونو سفیران اوسېږي.

مولانا زیاته کړې چې له اعتراضاتو وروسته به له نورو سیاسي ګوندونو سره مشوره وکړي او په ګډه به پرېکړه وکړي.

له بلې خوا د پاکستان امنیتي چارواکو د یادې سیمې د امنیت ساتلو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

په همدې حال کې د پاکستان د خلکو د ګوند مشر، بلال بوټو زرداري ویلي، سره له دې چې د خان د ګوښه کېدو ملاتړ کوي، خو د رحمان د اعتراضونو سره به یوځای نشي.

هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

پر مولانا فضل الرحمن د په اعتراضونو کې ښځو ته د اجازې نه ورکړې او ان له اعتراضونو د ښځینه خبریالانو د ویستو له کبله د بشري حقونو فعالانو نیوکې کړې دي.

مولانا فضل الرحمان لومړی وزیر، عمران خان په بې کفایتۍ تورني او ترې یې غوښتي اسلامي قوانین مراعات کړي.

شریک یي کړئ