Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر ایران د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نیوکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو اردن ته په خپل سفر کې په سیمه کې د ایران پر فعالیتونو نیکوه کړې ده.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر هم وایي، که چیرې ایران د یوه عادي هېواد په څېر فعالیت وکړي، نو له دې هېواد سره د اړیکو د لرلو په برخه کې هېڅ ستونزه نشته.

نوموړي له خپل اردني سیال سره لیدنه کې پر ایران د لا ډېرو فشارونو راوستو ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد به یې له اردن سره یو ځای په سیمه کې د ایران د فعالیتونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو وايي: « موږ په دې لټه کې یوو چې سیمه کې د ایران پاروونکي نفوذ ته ځواب ووایو. اردن په ځای کار کړی و چې د تېرکال د اعتراضونو په لړ کې یې له تهران نه  خپل سفیر راوباله.»

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر ایران د بندېزونو د لګېدو په برخه کې د اردن له هڅو مننه وکړه.

ښاغلي مایک پومپیو زیاته کړې ده: « په سیمه کې اصلي ګواښ، داعش، اسلامي انقلاب او انقلاب غوښتونکي هڅې دي. دلته زه نه غواړم یوازې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ته وینا وکړم، دلته زموږ مهم هوکړه لیکونه په خطر کې دي او ظاهرا دا کار د اردن او نورو هېوادونو ته هم ګواښ دی او جګړه دوام لري. له سوریې نه د وتو په اړه زموږ د ولسمشر پریکړه زموږ پر ځواک هیڅ اغیره نشي پریباسی.»
د اردن د بهرنیو چارو وزیر هم وایي، که چیرې ایران د یوه عادي هېواد په څېر فعالیت وکړي، نو له دې هېواد سره د اړیکو د لرلو په برخه کې هیڅ ستونزه نشته.

په همدې حال کې د اردن د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د جولان له لوړو د اسرائیلي ځواکونو د وتو غوښتنه کړې ده.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر، ایمن الصفدي وايي: « په سوریه کې د جولان لوړې اشغال شوې سیمه ده، په دې اړه نړیوال قوانین روښانه دي. په دې اړه زموږ دریځ دا دی چې اسرائیل اړ دی چې باید له دې سیمې ووځي څو سولې د یوې هوکړې په چوکاټ کې په دې سیمه کې بیا سوله راشي.»

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اردن ته له خپل سفر نه وروسته مصر، بحرین، متحده عربي امارات، عرب، قطر، سعودي عربستان، عمان او کویټ ته هم سفر وکړي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد به یې له اردن سره یو ځای په سیمه کې د ایران د فعالیتونو پر وړاندې مبارزه وکړي

شریک یي کړئ