امریکا متحده ایالاتونو، فرانسې او بریټانیا نن(شنبې د وري۲۵مه) په سوریه کې دمشق کې څېړنیز مرکز، د ولسمشرۍ ګارد او څو پوځي مرکزونو باندې هوايي بریدونه کړي دي.
د امریکا لوی درستیز، جنرال جوزف ډانفورډ ویلي دي چې پر سوریې بریدونه به په مستقیم ډول د دې هېواد پر کیمياوي وسلو وړتیاو اغېزه وکړي.
ده څرګنده کړې ده چې سوریې د دې بریدونو سره د کلونو کلونو څېړنې او مالومات د دې وسلو په اړه له لاسه ورکړي دي.
په همدې حال کې د سوریې و لسمشرۍ ماڼۍ دفتر په خپله ټويټر پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړې ده چې په کې ولسمشر بشار اسد سهار ۹ بجې خپل کاري دفتر ته ننوتو په حال کې ښکاره کوي، او ورسره لیکل شوي، د «د ولاړې سهار»
د دې ویډیو پیغام داسي اخیستل شوی چې د سوریې دولت د هېچا تر اغیزې لاندې نه دی.
روسیې ویلي دي چې سوریې د توغندیو دفاع لپاره د پخواني شوروي دفاعي سیستم څخه کار اخیستی دی.
د روسیې دفاع وزارت څرګند کړې:«سوریې د «بوک» په نامه ماشین او ځمکې هوا اس۱۲۵ ماشین څخه کار اخیستی چې د پخواني شوروي محصول دی او بریدونه یې شنډ کړي دي، دا دفاعي سیستم دېرش کاله مخکې جوړ شوی دی.»
مخکې له دې روسیې د دې ډول بریدونو پایلو په اړه خبرداری ورکړی وه.
له بلې خوا د لبنان حزبالله پر سوریې د امریکا او ملګرو بریدونه یې غندلي دي.
دې ډلې د بریدونو په غبرګون کې ویلي دي چې امریکا به خپلو موخو ته ونه رسيږي.
دې ډلې د بشاراسد په ملاتړ څرګنده کړې ده:«امریکا د سوریې، د سوریې خلکو، سیمې او آزادغوښتونکو پر وړاندې پیل کړی، خپلو موخو ته به ونه رسیږي.»
په همدې حال کې ترکیې او اسرائيل پر سوریې له بریدونو هرکلی کړی او ترکیې هغه «مناسب ځواب» بللی دی.