Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له یو مېلیونو واوښت

د کرونا ویروس له خپرېدو درې میاشتې وروسته، اوس پر دغه ویروس د اخته کسان شمېر له یو مېلیونو واوښت.

دغه ویروس د نړۍ په څه باندې ۲۰۰ هېوادونو کې خپرو شوی او د ۵۳ زره تنو ژوند یې اخیستی دی.

خو ۲۱۳ زره تنه چې په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي وو، بېرته روغ شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتونه د څه باندې ۲۴۵ زره ککړ کسانو په لرلو سره پر دغه ویروس د ککړو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی.

په امریکا کې تراوسه کابو شپږ زره تنه مړه شوي چې یوازې ۱۲۰۰ تنه یې نن مړه شوي دي.

ایټالیا چې په هغه کې څه باندې ۱۳ زره تنه د کووېډ نولس ناروغۍ له امله په کې مړه شوي دي، په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړ شویو کسانو له پلوه په نړۍ کې لومړی ځای لري.

په اسپانیا کې هم په تېرې یوې ورځ کې ۹۵۰ تنه د کووېډ نولس ناروغۍ له مله مړه شوي دي. په اسپانیا کې د مړه شویو کسانو ټولیز شمېر لس زرو تنو ته رسېدلی دی.

د بریټانیا د روغتیا وزارت هم اعلان کړی دی چې په دغه هېواد کې تراوسه د کرونا ویروس له امله ۲۹۲۱ تنه مړه شوي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو پر بنسټ، تراوسه په برېټانیا کې پر کرونا ویروس ۳۳ زره او ۷۱۸ تنه اخته شوي دي.

کرونا ویروس کابو درې میاشتې مخکې د لومړي ځل لپاره د چین په ووهان ښار کې وپېژندل شو.

شریک یي کړئ