Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هانګ کانګ کې د سیمه ییز حکومت په وړاندې پراخ لاریون

د هانګ کانګ په سلګونه زره تنه وګړي نن (یکشنبې د غبرګولي په ۲۶مه) یو ځل بیا واټونو ته راووتل او د سیمه‎ییز حکومت په وړاندې یې شعارونه ورکړل.

هغوی د تورنو او مشکوکو کسانو د سپارلو د هغې لایحې مخالف دي چې د هغه پر بنسټ به په هانګ کانګي تورن په د چین په اصلي خاوره کې محاکمه شي.

دغه معترضان وایي چې که دا لایحه پلې شي؛ چین به تر سیاسي ګټه پورته کړي او په هانګ کانګ کې به خپلې مخالفې څېرې په نښه کړي.

د مدني ټولنې فعال  بونی لیوګ وايي:«موږ واقعا د هانګ کانګ له حکومته غواړي چې د خلکو غږ ته غوږ ونیسي؛ زه باور لرم چې د هانګ کانګ ډېری خلک غواړي چې د دې وطن ځوانان وساتل شي .غواړو چې د استراداد لایحه لغوه شي.»

دغه اعتراضونه له څو ورځو راهیسې په هانګ کانګ کې روان دي.

پرون د هانګ کانګ اجرايي رییس د اعتراضونو د کمولو په موخه دا لایحه وځنډوله؛ خو معترضان دا کار بسندویه نه بولي او د هغې د بشپړې لغوه کېدو غوښتونکي دي او وایي چې خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

 معترض الکسندر ونګ څرګنده کړه:«حکومت به زموږ پر وړاندې څه وکړي؟ معترضان به څه ډول اداره کړو؟ د خلکو شمېر ښایي یو مېلیونو ته ورسېږي او موږ به تل  سوله‎يیز اعتراضونه ولرو.»

 که څه هم ننني اعتراضونه تاوتریخجن نه وو؛ خو له دغو اعتراضونو راهیسې نژدې اتیا ته ټپیان شوی دي.

پرون د هانګ کانګ اجرايي رییس د اعتراضونو د کمولو په موخه دا لایحه وځنډوله؛ خو معترضان دا کار بسندویه نه بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه