د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا له زیاتوالي سره، واشنګټن چین ته د جاسوسۍ په تړاو د یوه سنګاپوري کس د اعتراف او د یوه چيني څېړونکو له نیولو خبر ورکوي.
دغه کار د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې لا پسې ترنګلې کړې او تېره ورځ د چین او امریکا په یوه یوه ښار کې د دغو دوو هېوادونو د کونسلګرۍ د تړل کېدو لامل شو.
د چین د چنګډوی ښار کې د امریکا د کونسلګرۍ له تړل کېدو یوه ورځ وروسته د دغه ښار اوسېدونکي د دغه کار په تړاو بېلابېل لید لوري لري.
د چنګدو اوسېدونکی جیانګ وايي:«زه له دې کاره هرکلی کوم، امریکا زموږ کونسولګري وتړله او موږ هم باید د هغوی کونسلګري وتړو»
محصله ژانګ چوهان هم وویل:«ویرېږم چې امریکا به پر دې کار بسنه ونه کړي او چلند به یې لا بد شي»
امریکا له چین مخکې د دغه هېواد په هوسټون ښار کې د دغه هېواد د یوې کونسولګرۍ د تړل کېدو پرېکړه وکړه؛ د دوه اویا ساعتونو ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته د ډيپلوماټیکو ځانګړو ځواکونو مامورینو د دې ودانۍ واک په خپل لاس کې واخیست.
د چین د کمونست ګوند مخالف معترض په دې اړه واي:«د چین کمونست ګوند په نړۍ کې تر ټولو بد ګوند دی. دا ګوند پرچین حکومت کوي او د چین ټول خلک یې په غلامۍ نېولي دي ، هغوی غواړي زموږ خلک کنټرول کړي، زموږ د ګرځنده ټېلفونونو ټول معلومات سانسور کړي او غواړي چې د ټولو پر فعالیتونو څارنه وکړي. له همدې امله موږ د هغو پر وړاندې اعتراض کوو او د دې ځای له تړل کېدو هرکلی کوو.»
چین او امریکا د بېلابېلو مسایلو په تړاو د هغو له ډلې سوداګرۍ، پر ایران د امریکا د بندیزونو، د هو واوې شرکت او نورو مسایلو په تړاو اختلاف لري.
واشنګټن بیجنګ په امریکا کې د معنوي شتمنیو په غلا او پراخې جاسوسۍ تورنوي خو چین دا تورنه نه مني.
په دې اړه مو اندونه