د چین رسنیو تېره ورځ(د سلواغې په ۱۴مه نېټه) په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۳۶۱ تنه ښودلی دی.
په همدې حال کې چینايي چارواکي خبر ورکوي چې تر اوسه پر یاد ویروس ۱۷ زره کسان اخته شوي او له ۲۱ زرو ډېرې شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
دغه چارواکي زیاتوي چې روانې زیږدیزې میاشتې له پیله په هوبي ولایت کې ۲۱۰۳ پر کرونا ویروس د اخته کسانو درې نورې پېښې هم ثبت شوې دي.
په همدې حال کې د چین په هوانګانګ ښار کې هم ۲۴۴ پېښې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې دوه تنه یې مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له نړۍ په ۲۴ هېوادونو کې هم د کرونا ویروس پېښې ثبت شوې دي او په کې نېږدې یو سلو پنځو تنه پرې اخته دي.