چیني چارواکو پنج شنبې(د سلواغې په ۱۷مه نېټه) راپور ورکړی چې په دغه هېوا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د قربانیانو شمېر ۵۶۰ کسانو ته رسېدلی دی.
له چین نه د راپورونو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا پر ویروس اخته ۷۰ تنه مړه شوي دي.
پر دغه خطرناک ویروس د اخته کسانو شمېر له دوه ویشت زرو زیات شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس تر اوسه پورې د نړۍ نېږدې دېرشو هېوادونو ته رسېدلی دی او له چین نه بهیر درې تنه د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
چین کې د کرونا ویروس لامل شوی چې الوتنې، لیږد رالیږد او راکړه ورکړه ودریږي او دغه کار چین ته ۴۰۰میلیارډه ډالره زیان وارد کړی دی.
د روغتیا نړیوال بنسټ دغه ویروس یوه بېړنۍ پېښه اعلان کړې، څو د پراختیا مخنیوی یې وشي.