Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر۳۰۴ ته ورسید

د چین رسنیو شنبې(د سلواغې په ۱۲مه نېټه) راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۳۰۴ کسانو ته رسېدلی دی.

له بلې خوا چیني چارواکي واييچې د دوشنبې او چهارشنبې ورځو کې د دوو روغتونونو چارې بشپړ شي.

دا دوه روغتونونه په ووښان ښار، چېرې چې د کرونا ویروس سرچینه بلل کیږي، جوړیږي.

مخکې له دې چیني چارواکو ویلي وو چې یو زر بستریز روغتون به د لسو ورځو په موده کې جوړ کړي، خو اوس وايي چې د ۱۵۰۰ کسانو لپاره به بل روغتون هم جوړ کړي.

د ووهان ښار د برېښنا شرکت مرستیال، لن جین ویلي:«موږ د ستونزو هواری لپاره د دغه روغتون رغنیزو چارو په لړ کې ۳۰۰ متخصصن په چمتو حالت کې لرو، موږ اړتیا لرو چې رغنیزي چارې ۲۴ ساعته دوام ولري.»

همداراز د ووهان ښاروال، ژاو شوانوانګ زیاته کړې:«د "هوشِن شان" او "لی شِن شان" روغتونونه د "شیاوتانګ شان" روغتون له مخې جوړیږي. اوس د دغو روغتونونو چارې وخت ته په کتو چټک روان دي او موږ هڅه کوو چې په ډاډ سره د دغو روغتونونو چارې د مهال ویش سره سرم پای ته ورسوو.»

چین په ۲۰۰۳ کال کې د سارس ویروس اخته کسانو درملنې په موخه د شواتنګ روغتون جوړ کړی وو.

د راپورونو له مخې چین کې کرونا ویروس ۲۵۰۰ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي

شریک یي کړئ