Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین کې د کرونا ویروس قربانیانو شمېر ۸۰تنو ته ورسید

د چین د روغتیا ملي کمېسیون یک شنبې (د سلواغې په ۶مه نېټه) پر خپلې ویب‎پاڼې خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې د کرونیا ویروس د قربانیانو شمېر ۸۰ تنو ته ورسید او د جنوري په ۲۶مه نېټه د پرې اخته کسانو شمېر ۲۷۴۴ تنو ته رسېدلی.

د چین روغتیايي چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د مقابلې لپاره د اچ آی وي ویروس ضد درملو کار اخلي.

د کرونا ویروس د یوې اوونۍ راهیسې په چټکه توګه چین کې د پراختیا په حال کې دی.

له بلې خوا تایلندي چارواکو تایید کړې ده چې په دغه هېواد کې اته کسان د کرونا پر ویروس اخته شوي دي.

د تایلند د روغتیا وزیر، آنوتین چارن ویراکل په دې اړه ویلي دي:«د دغو کسانو له ډلې پنځه تنه یې د درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي او درې نور یې تر درملنې لاندې دي.»

چیني چارواکي ویلي، په هوبي ولایت کې یې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره تدابیر نیولي دي.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون ووهان ښار ته د دریوو روغتیایي دلو له لیږد نه خبر ورکوي، څو د ناروغانو درملنه وکړي.

د یاد کمېسیون مشر، ما شیائیوي په دې اړه وویل:«د روغتیايي زېرمو یو شمېر روغتیايي توکي چې په کې ساتونکي کالي، ماسکونه، دستکشونه او ساتونکي عینکې شاملي دي، توزیع کړي دي. د چین حکومت د دغه ویریوس مخنیوي لپاره ۱۴۳ میلیونه ډالره ځانګړي  کړي دي. موږ همداراز سرچینې همغږې کړې دي او درې روغتیايي ډلې چې شمېر یې نهه سوه کسانو ته رسیږي، ووهان ته لیږلي.»

د کرونا ویروس کابو یوه میاشت مخکې د چین هوبي ولایت په ووهان ښار کې خپور شو.

د چین ترڅنګ دا ناروغي په امریکا، فرانسې، استرالیا، کاناډا، مالیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم ثبت شوې ده.

پر کرونا ویروس اخته کسانو شمېر نېږدې دریوو زرو کسانو ته ورسید

شریک یي کړئ