Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین کې د کرونا ویروس پراختیا؛ د مړو شمېر ۵۶ تنو ته ورسید

چین کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۵۶ کسانو ته ورسید او په ووهان ښار کې لسګونو کسانو د معاینې لپاره روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

د چین ووهان ښار اوسېدونکي وېره لري چې په کرونا ویروس نه وي اخته شوي.

تر دې مهاله په چین کې ۱۲۰۰کسان پر کرونا ویروس اخته دي.

په همدې حال کې د چین پوځ خپل یو شمېر ډاکټران هوبي ولایت ته چې د یاد ویروس سرچینه بلل کیږي، لیږلي، څو له ډاکټرانو سره مرسته وکړي.

له بلې خوا د چین په ووهان ښار کې د یوه زربستریز روغتون چارې دوام لري.

د چین حکومت ویلي دي چې یاد روغتون چارې به تر نهو ورځو(د سلواغې په۱۴مه نېټه) پای ته ورسیږي او ګټنې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د راپورونو له مخې د یاد روغتون د جوړولو چارو لپاره کابو درې زره کارګر په کار بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۳ زیږدیز کاله پورې د سارس په نامه د کرونا کورنۍ بل ویروس په بیجنګ کې خپور شوی وو او حکومت پرې اخته کسانو د درملنې په موخه په شپږو ورځو کې روغتون جوړ کړ.

چین کې د کرونا ویروس خپرېدل په داسې حال کې رسنیز کېږي چې هر کال په دغه هېواد کې لس زره کسان د "ریزش"  له کبله مړه کیږي.

اسوشیټډپرس د خبر له مخې، چین کې د کرونا ویروس باندې د اخته کسانو د شمېر لوړېدل، د ناورین په مانا نه ده، بلکې دا ښیې چې د ناروغۍ په اړه راپور ورکړه ښه شوې ده.

شریک یي کړئ