کازاخستان کې د «بیک ایر» مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پایله کې ۱۴ تنه وژل شوي او کابو ۴۰ تنه نور ټپيان دي.
دغه الوتکه، د الماتا له هوايي ډګر څخه له الوت څو دقیقې وروسته، پرځېدلې؛ خو د پرځېدو لامل یې لا روښانه نه دی.
د الوتکې د ۹۸ تنو سپرلیو له ډلې، ۳۵ تنه روغ رمټ دي؛ خو د ۲۲ تنو ټپيانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.