Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرونا ویروس؛ کیوبا د بهرنیانو پر مخ خپلې پولې تړي

په کیوبا کې د کرونا پر ویروس د ۱۶ تنو له اخته کېدو او د یوه کس له وژل کېدو وروسته، دغه هېواد پرېکړه کړې ده چې د دغې ناورغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره خپلې پولې د بهرنیانو پر مخ وتړي.

د کیوبا ولسمشر میګل دیاز کانل وايي چې ټاکل شوې دغه تابیاوې د ۳۰ ورځو لپاره وي چې د الوت ممنوعیت هم په کې شاملېږي.

هغه زیاتوي:«د ناورغۍ د جدیت زیاتوالي او زموږ هېواد ته د دغې ناروغۍ د لېږد کموالي اړتیا ته په پاملرنې سره، نوې تابیاوې اعلان وو چې زموږ خلک په امن کې وي. تدابیر نه کمېږي، بلکې په نړۍ او زموږ هېواد کې د ناورغۍ ودې ته په پاملرنې سره به زیاتې شي.»

کیوبا کې پر کووېډ نولس ناروغۍ ټول اخته کسان یا له بهره راغلي او یا هم له مسافرو سره یې اړیکه لرلې ده.

خو ټول خلک د کرونا پر ویروس د نه اخته کېدو تدابیر په پام کې نه نیسي.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۲۷۱ زره تنه په کووېډ نولس ناورغۍ اخته شوي دي او له دې ډلې څه باندې۹۰ زره تنه یې بېرته روغ شوي دي.

شریک یي کړئ