وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی
نړۍ

کرونا ویروس چین کې ۹کسان وژلي او یوه پېښه یې امریکا کې تایید شوې

چین او یو شمېر نورو هېوادونو کې د "کرونا" ویروس اندېښنې راپارولې دي. تر اوسه پورې چین کې پر دغه ویروس د ۴۴۰ کسانو اخته کېدل تایید شوي دي او ۹ کسان یې هم له کبله وژل شوي دي.

دغه ویروس له څو اوونیو راهیسي په چین کې خپور شوی، خو دغه هېواد اوس منلي چې کرونا ویروس په دغه هېواد کې شته دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس له کبله ناروغي امریکا متحده ایالاتو ته تللې ده؛ په دې وروستیو کې له چین په ځانګړې توګه د دغه هېواد له "ووهان" ښاره امریکا ته تللي مسافر معاینه کېږي.

د چین د ملي روغتیا کمېسیون مرستیال، لي بين وايي:«دغه ویروس له انسانه، انسانه ته لېږدول شوی دی او آن روغتیايي کارکوونکي پرې اخته شوي دي. شواهد ښیې چې تنفسي دستګاه د دغه ویروس لیږد کې ونډه لري او امکان لري چې ویروس ځان بدل کړي. د دغې ناروغۍ د پراختیا امکان شته.»

خو د چین حکومت د دغې ناروغۍ پراختیا مخنیوي لپاره څه تدابیر نیولي دي.؟

ښاغلی لي بین زیاتوي:«له خلکو غواړو چې سره راټولیدل کم کړي څو د لیږد امکان یې کم شي. موږ هغه کسان چې تبه لري، معاینه کوو، څو د ناروغۍ له پراختیا مخنیوی وشي.»

چین کې ډاکټران پر تنفسي او د پوستکي په ناروغۍ اخته کېدل د کرونا ویروس علایم بولي.

امریکا متحده ایالاتو دوې ورځې مخکې د کرونا ویروس پېښه تایید کړه. پر دغه ویروس ککړ کس ۳۳ کلن سړی چې د چین له ووهان ښاره امریکا ته تللی دی.

خو استرالیا چې په اړه یې د کرونا ویروس خپرېدو راپورونه خپاره شوي وو، دغه راپورونه رد کړي، خو وايي چې له مبارزې سره یې چمتووالی لري.

په همدې حال کې الماني پوهانو د کرونا ویروس مبارزې لپاره درمل جوړ کړي، خو تر اوسه پورې نه دي تایید شوي. دا درمل تر ازمایښت لاندې دي، او ښایې په اړه یې چینايي ډاکټرانو ته هم مشوره ورکړل شي.

د رسنیو د راپور له مخې تر اوسه پورې چین کې ۴۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې نهه کسان یې وژلي دي

شریک یي کړئ