Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کشمیر کې د لاسي بم برید کې ۱۷ تنه ټپیان شول

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د لاسي بم برید کې د دوو ښځو په ګډون ۱۷ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

دغه برید دو‎شنبې(د تلې په ۶مه نېټه) د کشمیر هند په "سوپور" ښار کې شوی دی.

دا په وروستو دریو ورځو کې دوهم برید دی چې ترسره کېږي.

مخکې له دې په ورته برید کې چې د کشمیر په "سرینګر" ښار کې شوی وو شپږ هندي سرتېري ټپيان شوي وو.

دا برید په  داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې وه د اروپايي ټولنې یو پارلماني پلاوی سرینګر ته ولاړ شي.

پر کشمیر د ځانګړي حالت له لیري کولو وروسته دا لومړنی بهرنی پلاوی دی چې دغې سیمې ته سفر کوي.

د هند حکومت د روان زیږدیز کال په اګست میاشت کې د جمو او کشمیر ایالت نیمه خودمختاري لغوه کړه او دا سیمه یې تر خپلې ولکې لاندې راوسته؛ خو پاکستان چې نیم کشمیر تر ادارې لاندې لري، له دغه کار سره مخالفت وکړ.

د هند د اساسي قانون د۳۷۰ مادې پر بنسټ، د کشمیر ځانګړی وضعیت په دې مانا دی چې دا سیمه نیمه خودمختاره ده او له بهرنهیو اړیکو او ستر اقتصادي وضعیت پرته باید د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې وي.

خو پاکستان چې د کشمیر د مالکیت پر سر اختلاف لري، د هند دا کارونه ناقانوني ګڼي او هغه غندي.

شریک یي کړئ