Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کشمیر کې نښته، درې پاکستاني او پنځه هندي سرتېري وژل شوي

د کشمیر پر سره د هند او پاکستان د شخړو په لړ کې، رپوټونه رسوي چې د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونه یو ځل بیا سره ښکېل شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې د کشمیر په سرحد کې د دغو نښتو په پایله کې درې پاکستان او پنځه هندي سرتېري وژل شوي دي.

خو هند د خپلو سرتېرو وژل ردوي.

دا نښتې په داسې حال کې کېږي چې هند تېره ورځ د خپلې خپلواکۍ درې اویایمه کلیزه ولمانځله.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د هند د خپلواکۍ ورځې په لمانځغونډه کې په خپله وینا کې یوځل بیا د جمو او کشمیر ایالیتونو د واکونو د لغوه کېدو په اړه د هند له پرېکړې دفاع وکړه.

د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ شخړې، یوځل بیا له هغې وروسته شدیدې شوې چې د هند پارلمان د جمو او کشمیر د مدغم کېدو لایحه تصویب کړه.

د هند دغه کار، په پاکستان کې ځینې اعتراضونه رامنځته کړل او د پاکستان حکومت وايي د هند دا پرېکړه نه مني.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه