یوه بنګلهدیشي ۲۵ کلن ځوان چې غوښتل یې دبۍ ته په لار الوتکه وتښتوي، د بنګله دیش د ځانګړو ځواکونو لخوا ووژل شو.
یاد کس مخکې له وژل کېدو غوښتنه کړې وه چې د بنګله دیش له لومړۍ وزیرې، شیخ حسینه سره خبرې وکړي.
د الوتکې خدمه وروسته له هغې د یاد ځوان کړنې ته پام شو چې الوتکې د بنګله دیش چیتا ګونګ هوايي ډګر کې بېړۍ ناسته وکړه.
د بنګله دیش یوه پوځي چارواکي په دې اړه وویل:«موږ هڅه وکړه چې ونیول شي او یا هم تسلیم شي، خو هغې ونه منله او وروسته له هغې مو ووژلو.»
الوتکه د "بیمان بنګله دیش" هوايي شرکت وه چې په کې ۱۴۳ تنه سپاره وو.
الوتکه د بنګله دیش پلازمېنې داکې نه د دبۍ پر لور خوځېدلې وه.
په پېښه کې د الوتکې سورلۍ ته کوم زیان نه دی اوښتی.