د رویټرز خبري آژانس راپور له مخې تېره شپه ورځ کې امریکا متحده ایالاتو کې له زرو ډېر د کوویډ۱۹ ناروغ مړه شوي دي.
د راپور له مخې تېرو څلورو ورځو راهیسې دغه هېواد کې هره ورځ د کرونا ویروس له کبله، له زرو د ډېرو کسانو له مړینې خبر ورکول کیږي.
همداراز تېرو څلورو ورځو کې په کې له ۶۸ زرو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه هېواد کې اوس مخهال د ټولو مثبتو پېښو شمېر له څلور میلیونو او ۱۷۸ ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې او له ۱۴۶ زرو ډېر هم مړه شوي دي.
امریکا متحده ایالاتونه اوس مهال د کرونا ویروس د اخته او قربانیانو له پلوه نړۍ کې لومړی ځای لري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ښوونځیو بیا پرانیستو هڅه کې دی او وايي دا کار به د ماشومانو او د هغوی کورنیو روحیې ښه والي کې مرسته وکړي.
نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۶ میلیونو او د قربانیانو یې له ۶۴۴ زره اوښتی دی.