Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلغاریا د کډوالو په پنډغالي کې نیمايي کډوال افغانان دي

د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو ادارې شمېرې ښیې چې په بلغاریا کې د کډوالو په پنډغالو کې ۵۵۰۰ کډوال اروپايي شتمنو هېوادونو ته د تلو تمه کوي، او له دې ډلې ډېر شمېر یې افغانان دي.

د شمېرو له مخې د دې پنډغالو د کډوالو ۴۰ سلنه عراقي او سوري کډوال جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د یو شمېر افغان کډوالو ادعا وکړه چې پولیس د یوه لاریون په ترڅ کې پر کډوالو برید وکړ او په دې ترڅ کې یو شمېر کډوالو ټپیان شول.

اوس‎مهال د اروپايي ټولنې تر ټولو بې‎وزله هېواد بلغاریا کې ۱۳ زره کډوال نورو هېوادونو ته د تلو په تمه شپې سبا کوي.

د بلغاریا دولت ویلي دي چې ځوان معترضان به له دې هېواده وباسي، خو افغان دولت په دې آند دی چې بیرته ستنېدل باید په خپله خوښه ووسي.

د بلغاریا لومړي وزیر، بویکو بوریسوف ویلي دي، هغه زر تنه کډوال چې د پولیسو سره یې نښتو کې ونډه درلوده، بل ځای ته ولېږدوي.

ده زیاته کړې ده چې دی کسان به محکمه او له دې هېواد څخه به ویستل شي.

شریک یي کړئ