Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکیې ته د ناقانونه تلوونکو افغان کډوالو شمېر مخ پر زیاتېدو دی

ترکیه وايي چې په وروستیو اوونیو کې د هغو افغان کډوالو شمېر چې غواړي په ناقانونه توګه ترکیې ته ننوځي، زیات شوی دی.

ډېری دغه کډوال په هېواد کې د ناارامۍ له امله اړ شوي دي چې هېواد پرېږدي.

که څه هم ترکي ځواکونه د خپل هېواد په پولو کې ګزمې کوي، خو سره له دې هم دغو کډوالو له خپلو کورنیو سره ځانونه دلته رارسولي دي.

د ترکیې په سرحدي سیمه کې د یو شمېر ناروغانو افغانانو درملنه کېږي.

مرسل موسوي له خپلو دوو ماشومانو او مېړه سره یوه له هغو کورنیو ده چې د وروستیو جګړو له امله یې کابل پرېښې دی.
 
افغان کډواله مرسل موسوي وايي:«موږ هلته کور او ژوند درلود، طالبان چې راغلل موږ هم دې خوا ته راغلو، موږ یې وژلو، موږ خو لیوني نه وو چې خپل کور او ژوند پرېږدو او راشو.»

سید فهیم موسوي چې د دغې څلور کسیزې کورنۍ مشر دی وایي چې په افغانستان کې یې له بهرنیو بنسټونو سره کارکاوه او اړ شو چې له خپلې کورنۍ سره له هېواد نه ووځي. 

افغان کډوال سید فهیم موسوي هم وویل:«د دې لپاره چې ما له امریکایانو او ترکانو سره په بګرام او کمپونو کې کار کړی او موټر مې چلاوه، نو له دې مخکې چې هغوی راشي، زه هم راوتښتېدم.»

له دې ټولو سره سره د ترکیې چارواکي وایي چې دوی ترکیې ته د افغان کډوالو د مخنیوی لپاره په موټرو او چورلکو سره ګزمې کوي، خو سره له دې هم کډوال له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې ځانونه ترکیې ته ورسوي.

د ترکیې د وان ښار والي محمد امین څرګندوي:«هر څومره چې سخت اقدامات چې ترسره کړو بیا هم ځینې کسان له پولې اوړي؛ ډېری وخت کله چې هوا باراني شي، کډوال ترې ګټه پورته کوي او له پولې اوړي.»

ترکیه هغه هېواد دی چې اوس‎مهال د نږدې پنځه مېلیونه افغان کډوالو کوربه دی، خو په هېواد کې له وروستیو ناکراریو وروسته د دغو کډوالو شمېر زیات شوی دی.

بل خوا په فرانسه کې یو شمېر مېشتو افغانانو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په غبرګون کې په پاریس کې راټول شوي دي او د فرانسې له حکومته غواړي چې کورنۍ یې فرانسې ته راولېږدوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه