د رویټرز خبري اژانس د اسرائیلي چارواکو پر حواله راپور ورکړی، د «اسلامي جهاد» په نوم د فلسطیني مبارزې ډلې جګپوړی غړی خضر عدنان، د اسرائیل په بندخونه کې د خوړو نه خوړلو له ۸۶ ورځني اعتصاب وروسته ومړ.
اسرائیلي چارواکي وايي چې هغه نن سهار په د بېهوښۍ په حالت کې روغتون ته ولېږدول شو؛ خو د هغه د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅې ناکامې شوې.
د دغو چارواکو په وینا، ښاغلی عدنان له دې مخکې، د روغتیايي معاینې او له درملنې ډډه کړې وه.
د خضر عدنان د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته، د جهاد اسلامي لورې د غزې په شاوخوا کې د غچ اخیستو له قسم سره شخړې زیاتې شوې دي.
د راپور پر بنسټ، خضر عدنان د ښکېلاک شوې باختري ترانګړې (څنډې) د جنین اوسېدونکی و او په تېرو دوو لسیزو کې اسرائیل په ځلونو هغه نیولی او زنداني کړی و. له ۲۰۱۱ کال راهیسې عدنان د اسرائیل له خوا له تور پرته نیولو له امله لږ تر لږه درې ځلې د خوړو نه خوړلو اعتصاب کړی و.
په دې اړه مو اندونه