Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غزې پر شمال او سویل د اسراييل د سختو بمباریو دوام

د غزې پر تړانګه د اسراییلو په نویو بریدونو کې ۸۵ فلسطینیان وژل شوي او ۲۰۰ تنه نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې اسراییلي ځواکونو د غزې تړانګې په شمال کې د کمال عدوان روغتون بېړنۍ څانګه بمبار کړه.

حسام ابو صوفیه، د غزې په تړانګه کې د کمال عدوان روغتون مشر و ویل:"موږ نشو کولی روغتون ته ننوځو. د ننوتلو هڅه مو وکړه، خو روغتون ته څېرمه ودانۍ ولګېده. وضعیت ناورین دی. موږ تصور نه کاوه چې یوه ورځ به د روغتون اضطراري څانګه ودریږي. د روغتون په څانګو کې د ماشومانو، بوډاګانو او نورو لپاره خدمتونه وړاندې کوي موږ نه پوهیږو چې لامل څه دی.

فارس افنا، په غزه کې د کمال عدوان روغتون کارکوونکي هم و ویل:"لکه څنګه چې تاسو لیدلی شئ، یوه ډله لګیا ده له طبي کمپلکس دننه د ټپیانو ایستل کوي. اشغالګر پوځ لاهم د ملکي خلکو او روغتیایی سیسټم پر وړاندې قتل عام کوي."

د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر له اسراییلو غوښتي چې غزې ته د مرستو رسولو محدودیتونه لرې کړي.

هغه زیاته کړه چې د غزې تړانګې په سویل کې په رفح سیمه کې د اسراییلو له برید وروسته دغه ښار ته د بشری او طبی مرستو رسولو لاره بنده شوې ده.

د نړۍوال روغتیا سازمان عمومي رییس ټېډروس ادانوم وايي: "غزې ته د مصر لارې د دوو اونیو لپاره تړلې دي، غزې ته د بیړني طبي توکو رسولو لومړنۍ پایپ لاین پرې کړی."

خو د پنټاګون ویاند د غزې تړانګې اوسېدونکو ته د ۵۶۹ ټنه بشري مرستو د لېږلو اعلان وکړ.

د پنټاګون ویاند پاټ رایډر و ویل:"د ۵۶۹ ټنو ډیر بشري مرستې د لنډمهاله بندر له لارې غزې ته لیږدول شوي څو د بشري شریکانو لخوا په لاره کې د نورو مرستو سره د نورو ویشلو لپاره."

د امريکا د دفاع وزارت وياند زياته کړه، چې دغه مرستې د امريکا، برېټانیا، متحده عربي اماراتو، اروپايي ټولنې او د هغوى د يو شمېر نورو همکارانو له لوري شوې دي.

شریک یي کړئ