Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسراییل: د حماس تر لمنځه وړلو وړاندې په غزه کې اوربند نه منو

د اسراییل لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو وایي، د حماس تر لمنځه وړلو وړاندې به غزه کې اوربند ټینګ نشي. 

رویټرز راپور ورکړې چې د بنیامین نتنیاهو دفتر تېره ورځ (شنبه د غبرګولي ۱۲مه) اعلان کړې چې د "حماس حکومت او پوځي وړتیاوو" تر لمنځه وړلو وړاندې غزه کې پر اوربند د اسراییل د هوکړې "خیال نه پیلیدونکی دی". 

اسراییل داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر، جوبایډن غزه کې د اوربند لپاره یوه طرحه وړاندې کړه. 

جوبایډن ویلي چې د اسراییل د یرغمل شویو د ازادۍ په بدل کې غزه کې د اوربند طرحه وړاندیز کړې ده. 

د اسراییل کابینې دوو غړو هم خبرداری ورکړی چې که غزه کې پر اوربند هوکړه وشي نو له خپلې دندې په ګوښه شي. 

امریکا، مصر او قطر په یوه ګډه اعلامیه کې پر فلسطین او اسراییلو غږ کړی څو د اوربند تامینولو او یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د ولسمشر جوبایډن له لوري پر وړاندیز شوې طرحه هوکړه وکړي. 

اروپایي ټولنې، بریټانیا او اندونیزیا هم د دغې طرحې هرکلی کړی او دغه طرحه یې اوربند ته د رسېدو او یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره مهمه بللې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه