د غزې تړانګې سویل کې د اسراییلو د تېرې ورځې برید کې لږ تر لږه ۴۵ تنه فلسطین وګړي و وژل شول.
رویټرز خبري اژانس لیکلي چې اسراییل د رفح ښار چې مصر سره په پوله کې پروت د نیولو په هڅه کې ده.
ورته مهال، د غزې د روغتیا وزارت هم اعلان کړی چې د رفح په لویدیځ کې د المواسي پنډعالي کې هم ۲۵ فلسطینیان وژل شوي او ۵۰ تنه نور هم ټپیان دي.
ځایي خلک بیا وایي، اسراییلي ټانګونو د بې ځایه شویو پر خېمو ډزې وکړې.
د غزې یو اوسېدونکي رویټرز ته ویلي: « پر المواسي پنډغالي پورته تپه څخه دوو ټانګونو د بې ځایه شویو او بې وزلو پر خېمو د اور توپونه و ویشتل.»
پر غزې د اسراییل د روان برید څه د پاسه اته میاشتې تېرېږي او اسراییلي ځواکونه هم د غزې په سویل او مرکز کې پر دیرالبلاح سیمه متمرکز دي.
په دې اړه مو اندونه