Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بایډن: راتلونکو ټاکنو کې به ټرمپ ته ماتې ورکړم

د امریکا ولسمشر، جو بایډن وایي، د دغه هېواد په راتلونکو ټاکنو کې به خپل جمهوري غوښتونکي نوماند، ډونالډ ټرمپ مات کړي. 

جو بایډن ډونالډ ټرمپ سره تر کمزورې مناظرې وروسته، له ټاکنو د ګوښه کېدو خبرې رد کړې.

ټاکل شوې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د روان زېږیز کال په نومبر میاشت کې ترسره شي. 

جو بایډن و ویل: « زه د یوازني لامل لپاره دلته په شمالي کارولینا کې یم، ځکه هوډ لرم چې نومبر میاشت کې دغه ایالت کې ګټونکی شم. فکر کوم موږ یو او دلته ټاکنو کې بریالي کیږو.»

ډونالډ ټرمپ سره مناظره کې د بایډن لفظي نیمګړتیاوې او په ځنډ ځوابونو رایه ورکوونکي او ځينې جمهوري پال اندېښمن کړي چې نوموړي بلې ولسمشریزې دورې ته مناسب دی کنه. 

خو بایډن و ویل چې راتلونکې څلور کلنې ولسمشریزې دورې لپاره پر ځان باور لري. 

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: « زه د بایډن په توګه تاسو سره ژمنه کوم چې که ما پر خپل ځان باور نه درلود چې دغه کار ترسره کړم، ځان مې نه نوماند کاوه، ځکه ډېر ګواښونه دي او ډونالډ ټرمپ دې هېواد ته یو واقعي ګواښ دی. هغه زموږ ازادۍ او ډیموکراسۍ ته ګواښ دی.»

بایډن داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې یې له پخواني ولسمشر او راتلونکو ټاکنو کې د جمهوري پال نوماند، ډونالډ ټرمپ سره په لومړۍ ټاکنیزه مناظره کې ډېرې لفظي نیمګړتیاوې لرلې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه