Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غزې د اوربند خبرې د حماس له حضور پرته دوحه کې پیل شوې

غزه کې د اوربند د خبرو نوی پړاو د حماس له حضور پرته د امریکا، قطر، مصر او اسراییل ترمنځ د قطر په دوحه کې پیل شو. 

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، مصر او قطر به د دغه خبرو په تړاو له حماس سره همغږي وي. 

دغو خبرو اترو کې د اسراییل د موساد استخباراتي ادارې مشر، ډویډ برنیا، د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې (سي ای اې) رییس، بیل برن، د قطر لومړی وزیر او دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د مصر د استخباراتي ادارې رییس عباس کمال ګډون لري.

له دې سره هم مهاله، د غزې روغتیایي چارواکو راپور ورکړی چې دغه تړانګه کې تر ۱۰ میاشتو جګړو وروسته د وژل شویو شمېر له ۴۰ زرو پورته شوی دی.
 
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر فولک ترک بیا غزه کې د وژل شویو دغه شمېر د نړۍ لپاره یوه ستره غمیزه بللې او د اسراییل له لوري یې له بشري حقونو پر سرغړونې نیوکه کړې ده. 

د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو دغه خبرې داسې مهال پیلیږي چې ایران دغه هېواد کې د حماس د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته له اسراییل د غچ اخیستو لپاره چمتووالی نیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه