په فلسطین کې د حماس غورځنګ لوړپوړي چارواکي د واشنګټن او اسراييل ګډ نوی پلان د منلو وړ نه بولي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې تازه د حماس غورځنګ لوړپوړي چارواکي اسامه حمدان ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د غزې اوربند طرحه ورته د منلو نه ده.
اسامه حمدان پر دغه طرحه نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه نوي پلان "ډېر ابهام رامنځته" کړی دی.
حمدان زیاته کړې: "دا هغه څه نه دي چې موږ ته وړاندې شوي او نه هم هغه دي چې موږ پرې هوکړه کړې وه."
د حماس غورځنګ دغې لوړپوړي چارواکي رویټرز سره په خبرو کې ویلي، نوي وړاندیز ته اړتیا نه لري او اوس مهال لازمه دا ده چې هماغه مخکینی میکانیزم پلی شي.
اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن تېره ورځ ویلي و، د اسراييل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له لوري د اوربند وړاندیز شوې طرحه منلې ده.
بلېنکن له حماس ډلې غوښتي چې هغوی هم د امریکا منځګړیتوب او دغه طرحه ومني ځکه هغه دا طرحه او منځني ختیځ ته سفر وروستی فرصت بللی دی.
اخوا له دغو خبرو سره هم مهاله په فلسطین کې روغتیايي مسوولین وايي د تېرې ورځې (دوشنبې) په بریدونو کې ۳۰ فلسطنیان وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه