د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف دغه هېواد ته د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سفر د پاکستان او هند د اړیکو پیاوړتیا لپاره "ښه پیل" بللی دی.
جی شنکر تېره اونۍ تر یوې لسیزې وروسته د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته سفر وکړ.
رویټرز د هندي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د واکمن مسلم لیګ - نواز ګوند مشر نواز شریف ویلي: « خبرې په دغه ډول مخکي ځي. خبرې باید ونه دریږي.»
تېره ورځ (پنجشنبه) یوه پاکستاني چارواکي ویلي، جی شنکر له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره غیر رسمي خبرې کړي خو نوې ډیلي دغه خبره رد کړې ده.
د هند بهرنیو چارو وزیر ویلي: « موږ دا روښانه کړې چې دغه سفر یوازې د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزه کې د ګډون په موخه و، له دې پرته د غونډې په څنډه یوازې رسمي روغبړ شوی دی.»
د هند بهرنیو چارو وزارت د شانګهای همکاریو سازمان تر سرمشریزې وړاندې هم ویلي و چې جی شنکر به له پاکستاني لوري سره کومه دوه اړخیزه غونډه ونه کړي.
په دې اړه مو اندونه