د حزب الله مشر نعیم قاسم ویلي، له لبناني ځواکونو سره به د اوربند په ټینګولو کې مرسته وکړي.
هغه ویلي، حزب الله په"ډاډ او غرور" سره دغه اوربند ته غاړه ایښې ده.
دا لبنان کې د تېرې چهارشنبې پر ورځ د امریکا او فرانسې په منځګریتوب د حزب الله او اسراییل ترمنځ د اوربند تر هوکړې وروسته د حزب الله د مشر لومړۍ وینا ده.
د حزب الله او اسراییل ترمنځ په څه باندې یو کال جګړه کې د سلګونه ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴ زره لبناني وګړي و وژل شول.
نعیم قاسم ویلي: « حزب الله داسې مهال دغه هوکړه منلې چې د جګړې په ډګر کې مقاومت ځواکمن و او په ویاړ سره د خپلې دفاع حق لرو.»
د اوربند هوکړې لمخې، حزب الله او اسراییلي ځواکونه به د لیټاني سیند له سویلي سیمو چې د اسراییل له پولې سره ۳۰ کیلومټره واټن لري، شاتګ کوي او لبناني ځواکونه به دغه سیمه کې ځای پر ځای کیږي.