د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خپل کلني راپور کې ویلي، چین، اسراییل او میانمار په ۲۰۲۴ کال کې د خبریالانو د حقونو تر ټولو ستر سرغړونکي هېوادونه پېژندل شوي دي.
د دغه راپور لمخې، ۲۰۲۴ کې لږ تر لږه ۳۶۱ خبریالان د خپلو مسلکي فعالیتونو له امله په ټوله نړۍ کې بندیان شوي دي.
راپور کې راغلي چې، ۲۰۲۴ کال کې د خبریالانو د بندي کېدو د زیاتوالي اصلي عوامل د استبدادي حکومتونو (چین، میانمار، ویتنام، بلاروس، روسیه) له لوري د خبریالانو دوامداره ځپل، جګړې (اسراییل، روسیې) او سیاسي یا اقتصادي بېثباتي (مصر، نیکاراګوا، بنګلهدېش) بلل شوي دي.
چین د ۵۰ خبریالانو او اسراییل د ۴۳ خبریالانو په بندي کولو سره د دې نوملړ لومړی او دویم ځای خپل کړی دی.
میانمار، بلاروس او روسیه هم په پرلهپسې ډول د خبریالانو تر ټولو ستر زندانونه ګڼل کېږي.
که څه هم بېلابېلو سیمو کې وضعیت توپیر کوي خو ټول هغه حکومتونه چې خبریالان یې بندیان کړي، د بیان ازادۍ د ځپلو لپاره یې له ورته لارو کارو اخیستی دی چې د خبریالانو د حقونو تامین په برخه کې ګڼې اندېښنې راپورته کوي.
په دې اړه مو اندونه