د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د امریکا د اوربند له وړاندیز سره موافق دی، خو دا طرحه باید جدي اصلاحات ولري او د ناورین ریښهيي عوامل حل کړي.
پوتین کرملین کې په یوې خبري غونډه کې و ویل: "موږ د جګړې له درېدو سره موافق یو. دا سم فکر دی او موږ یې ملاتړ کوو."
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پوتین دغه څرګندونې "ډېرې هیلهبښونکې" بللي او ویلې یې دي: "اوس باید وګورو چې روسیه په رښتیا د هوکړې لپاره چمتو ده که نه. که چمتو نه وي نو دا به د نړۍ لپاره یوه ناهیلي کوونکې شېبه وي."
بلخوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي بیا په دې باور دی چې پوتین غواړي د اوربند وړاندیز رد کړي خو نه غواړي دا خبره مخامخ ټرمپ ته وکړي.
زلنسکي زیاته کړه: "له همدې امله، مسکو د اوربند لپاره داسې شرایط ټاکي چې یا هیڅ بدلون رامنځته نه شي، یا یې پلي کېدل تر ممکنه حده وځنډېږي."
د اروپايي ټولنې چارواکو خبرداری ورکړی، چې روسیه ښایي د اوربند وړاندیز ومني خو په داسې شرایطو چې د مسکو په ګټه وي.
مسکو غواړي اوکراین د هغو سیمو له دایمي مالکیته لاس واخلي، چې روسیې اشغال کړي خو زلنسکي او د هغه لویدیځ متحدین دا غوښتنه په بشپړ ډول ردوي.
ټرمپ هم ویلي، چې په مذاکراتو کې د هغو سیمو پر برخلیک چې اوکراین به یې ترلاسه او یا له لاسه ورکړي او دغه راز د زاپورېژیا د اټومي بټۍ پر راتلونکي خبرې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه