Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متحده عربي امارات امریکا کې ۱.۴ ټریلیونه ډالر پانګونه کوي

سپینه ماڼۍ وایي، متحده عربي امارات به راتلونکو ۱۰ کلونو کې په امریکا کې ۱.۴ ټریلیونه ډالر پانګونه وکړي.

دغه هوکړه د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت د سلاکار تر کتنې وروسته شوې ده. 

دغه پانګونه به د مصنوعي ځیرکتیا، برښنا، انرژۍ او تولید په برخو کې ترسره شي.

که څه هم ځینې معاملې له وړاندې اعلان شوي خو تر دې مهاله د دې پانګونې په تړاو جزییات نه دي شریک شوي.

دغه هوکړه کې یوازینۍ نوې پروژه د (Emirate Global Aluminium) شرکت له لوري امریکا کې له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې په لومړي ځل د المونیم ویلي کولو کارخونې جوړول دي. 

سپینې ماڼۍ ویلي، دغه کارخونه به د امریکا د کورني المونیم د تولید وړتیا نږدې دوه برابره کړي. 

متحده عربي امارات چې د نړۍ د تېلو له سترو صادروونکو او د واشنګټن له پخوانیو امنیتي متحدینو شمېرل کېږي، هڅه کوي چې خپله اقتصادي اتکا د نفتو له عوایدو کمه او پر نوې ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا تمرکز زیات کړي. 

ټرمپ تر دې وړاندې هم له سعودي عربستانه هم غوښتي و چې راتلونکو څلورو کلونو کې د امریکا په اقتصاد کې څه باندې یو ټریلیون ډالر پانګونه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه