Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر به اته ورځې په بند کې پاتې وي

په پاکستان کې یوې محکمې نن (چهارشنبې) حکم کړی چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان لږ تر لږه اته ورځې په بند کې پاتې شي.

دغه حکم په داسې حال کې صادر شوی چې د عمران خان پلویانو له تېرې ورځې راهیسې په تاوتریخجنو لاریونونو یې لاس پورې کړی دی.

د پاکستان پوځي ځواکونو کابو زر تنه لاریونوال نیولي دي. راپورونه رسوي چې تراوسه اووه معترضان وژل شوي او څه باندې ۳۰ پاکستاني پوځيان ټپيان شوي دي. 

 معترض غلام فاروق وویل:«پرون یې له موږ سره ظلم وکړ. زموږ له سرې کرښې واوښتل. خو د دې تمه دې نه‌لري چې موږ به غلي کېنو. موږ به دولت ته داسې درس ورکړو چې، په ټول ژوند کې به یې په یاد وي.»

بل معترض اقبال شاه هم وايي:«موږ له هېڅ نه، نه وېرېږو. ان له مرګه! دلته یوو او تر هغې پاتې کېږو چې، عمران خان آزاد کړي. موږ به د پاکستان ټولې سیمې وتړو.»

د عمران خان وکیل بابر عوان هم څرګندوي:«لومړۍ مسئله دا ده چې دغه ډول نیول یوه عادي نیونه نه ده؛ بلکې د انسان تښتونې یو ډول دی. دویمه مسئله دا ده چې د هغه د نیول کېدو څرنګوالی دا ښيي چې دم‌ګړۍ په پاکستان کې اساسي قانون نشته.»

د عمران خان پلویانو تېره شپه په راولپنډۍ ښار کې د دغه هېواد د پوځ قومندانۍ ته هم ننوتل او همداراز یي د لاهور ښار د پوځ د قومندان کور ته اور ورته کړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وايي:«که معترضین د عمران خان له نیول کېدو وروسته د خلکو ارامتیا او امنیت ګډوډ کړي؛ نو له هغوی سره به جدي چلند وشي. هغوی ته به د دې اجازه ورنه‌کړو چې، سړکونه بند کړي.»

په داسې حال کې چې، پاکستان له اقتصادي بحران سره هم مخ دی. ویل کېږي چې اوسنۍ ګډوډۍ به د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د ډالرو ارزښت هم لوړ کړي.

خو په پاکستان کې به روانې نا امنۍ پر افغانستان څه اغېز وکړي؟

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي په دې هکله وايي:«په پاکستان کې سیاسي بې ثباتي کولای شي چې د افغانستان پر اقتصاد هم منفي اغېزه ولري؛ ځکه چې پاکستان په سیمه کې د صادراتو او وارداتو په برخه د افغانستان یو له غوره شریکانو څخه دی.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره په پاکستان د اعتراضونو په تړاو خواشیني څرګنده کړې او په پاکستان کې یې سیاسي ټیکاو د دغه هېواد د خلکو او سیمې د هېوادونو په ګټه وباله او د عمران خان له پلویانو او پاکستان دولت څخه یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه