Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاپي پروژې چارې ولې لا هم نه دي بشپړې شوي؟

د ټاپې پروژه چې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو لپاره یوه له مهمو پروژو ده، له څه باندې درې لسیزو راهیسې پلان شوې، خو چارې یې لا هم ندي بشپړې شوي. 

تمه ده چې د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به د اړتیا وړ ګازو د برخمن کېدو ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې زرګونو کسانو ته کاري زمینه برابره شي.

د ټاپي پروژې له بشپړېدو سره به پاکستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د لېږد، نوري فایبر او د وسپنې پټلۍ د جوړولو په ګډون د یو شمېر نورې پروژو عملي چارې هم پیل شي.

ترکمنستان له شوري جمهوریتونو تر جلا کېدو وروسته، د ۱۹۹۱کال په ډسامبر میاشت کې سویلي اسیا ته د ګازو د لېږد لپاره هڅې پیل کړې. کله چې اسلامي امارت په ۱۹۹۶ زېږیز کال کې واک ته ورسېد، د ټاپي پروژې د عملي کېدو لپاره یې له ترکمنستان سره خبرې پیل کړې خو هغه مهال د دغې پروژې چارې نه شوې.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند مشرانو په ۲۰۱۵،۲۰۱۰او ۲۰۱۸ کلونو کې درې ځلې د ټاپي پروژې په تړاو خبرې او سلا مشورې وکړې.

چې ۲۰۱۸ زېږیز کال کې د هرات په کوربتوب غونډه جوړه شوه چې د ټاپي پروژې پر پيلېدو سربېره، د پنځه سوه کیلو واټه برښنا د لېږد، وسپنې پټلۍ او نوري فایبر پروژې هم ورسره پيل شوې.

د اقتصادي چارو شنونکي، سید مسعود و ویل: « ټاپي د افغانستان یو له سیمه ییزو پروژه ده چې یوه وژونکي سیالۍ کې راګیره ده؛ هغه سیالۍ چې د هند او پاکستان ترمنځ ده، هغه سیالۍ چې د ایران او ترکمنستان ترمنځ ده او هغه سیالۍ چې د ترکمنانو، امارات او قطر ترمنځ ده.»

د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو لمخې، ټاپي پروژه به په کال کې د ترکمنستان ۳۳ میلیارده مټر مکعبه ګاز افغانستان، پاکستان او هند ته ولېږدوي.

پر دې سربېره چې د ټاپي پروژې پلي کېدل د افغانستان د اړتیا وړ ګاز برابروی، کابل به په کال کې ۴۵۰ میلیونه ډالره د ټرانزیټ حق ترلاسه کوي او زرګونه کسانو ته د دغې پروژې د ساتنې، خوندیتوب او امنیت په برخو کې کاري زمینې رامنځته کیږي. 

د کانونو او صنایعو خونې رییس، شیرباز کمین‌ زاده و ویل: « ټاپي یوه لویه پروژه ده او زموږ دغه سیمې کرنیزې سیمې دي، دلته کانونه ده او موږ کولای شو په کمه بیه انرژي او ګاز ترلاسه کړو. د کانونو د نه استخراج او کرنې نه میکانیزه کېدو لامل د انرژۍ کمښت ده.»

اوس مهال ټاپي پروژه یوه پروژه نه ده، بلکې د دې نل لیکې په اوږدو کې نورې څو پروژې هم عملي کېږي.
د ټاپي پروژې له نل لیکې په اوږدو کې د ځینو نورو پروژو عملي چارې هم پيلیږي. 

یوه له دغو پروژو پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټه برښنا د لېږد پروژه ده،چې افغانستان به هر کال له دغې پروژې تر ۱۱۰ میلیونه ډالرو د ټرانزیټ حق ترلاسه کوي.

پر دې سربېره سیمه کې د نوري فایبر مزې هم غځیږي چې ګاونډي هېوادونه به سره ونښلوي وصل کړي.

د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ د وسپنې پټلۍ هم یوه له دغو پروژ ده. 

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد کریم عظیمي په دې اړه و ویل: « د ټاپي پروژې ترڅنګ د ټاپ او او د وسپنې پټلۍ رغونې پروژې هم ډېرې مهمې دي.»

د ټاپي د ګازو نل ‌لیکې ټولټال اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومټره دی چې ۸۱۶ کیلومټره یې له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي. 

په افغانستان کې د ټاپي د ګازو نل ‌لیکه د هرات – کندهار لویې لارې په اوږدو کې تېرېږي او وروسته د پاکستان له کویټې او ملتانه د هند فزیلکا ښار ته رسېږي. 

د دغې پروژې لګښت لس میلیارده ډالر اټکل شوی دی.

ترکمنستان له شوري جمهوریتونو تر جلا کېدو وروسته، د ۱۹۹۱کال په ډسامبر میاشت کې سویلي اسیا ته د ګازو د لېږد لپاره هڅې پیل کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه